چهارشنبه , مې 12 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / دافغانستان او پاکستان اړيکو ښه کولو لپاره چين منځګړتوب کوي

دافغانستان او پاکستان اړيکو ښه کولو لپاره چين منځګړتوب کوي

چین دامهال په پاکستان او افغانستان کې ميلينونو ډالرو په لګښت یو شمیر اقتصادي پروژې روانې کړي دي او څیړونکي وایي چې دافغانستان او پاکستان ترمینځ دخرابو اړیکو بدې اغیزې نیغ په نیغه دچین په دغو اقتصادي پروژو کیږي.

ټاکل شوې ده دافغانستان او پاکستان ترمنځ دتاؤ تریخوالي کمولو په خاطر دچین په منځګړتوب د درې واړو هیوادونو غونډه راتلونکې اوونۍ په بیجنګ کې جوړه شي.

دچین دبهرنیو چارو د وزارت ویاند ښاغلي هاؤچینک ویلي دغه غونډه د سه شنبې په ورځ(۲۶ دسمبر) راجوړیږي چې پکې به د درې واړو هیوادونو دبهرنیو چارو وزیران یو لړ هاغو مسایلو باندې خبرې وکړي چې دکابل او اسلام اباد ترمینځ یې واټنونه پیدا کړي دي.

سږکال دجون په میاشت کې دپاکستان او افغانستان د اړیکو په چټکتیا سره دخرابیدو وروستو چین چمتو والی ښودلی ؤ چې د افغانستان او پاکستان ترمینځ دریم ګړتوب ته وروړاندې شي.

دکابل او اسلام اباد اړیکې دروان کال دمئ او جون میاشتو کې په افغانستان کې دپرله پسې بمي چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو څخه وروسته په زیاتې چټکتیا سره دخرابیدو په لوري روانې شوې دي.

افغان چارواکي خپل هیواد کې د ورانکارۍ د روانې لوبې ترشا دپاکستان لاس ګڼي او پاکستان دغه تورونه ردوي.

دجون په میاشت کې دقزاقستان پلازمینه کې دشنګهایي دهمکاریو دسازمان دترسره شوي سرټولنې په وخت افغان ولسمشر اشرف غني او دچین ولسمشر شي جین پینګ خپلو کې لیدلي وو او دپاکستان او افغانستان ترمنځ یې دکشالو ختمولو په خاطر د درې اړخیزه غونډو په راجوړولو اتفاق کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *