یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / قبايل / دافغانستان او پاکستان اړيکې د قبايلي رشتو تړاو رغولی شي

دافغانستان او پاکستان اړيکې د قبايلي رشتو تړاو رغولی شي

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکټر عمر زاخېلوال وايي دواړه هېوادونه له يو ډول دښمن او يو ډول ترهګرۍ سره مخ دي. نوموړي ويلي ترهګرۍ سره په رښتيني مبارزه د دواړو هيوادونو ستونزې له منځه ځي.

هغه پرون اسلام اباد ته نږدې د ټېکسلا له موزيمه تر ليدنې وروسته له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي افغانستان او پاکستان بايد د ترهګرۍ پر ضد او د سولې لباره ګدې او په باورونو ولاړې هلې ځلې وکړي.

د خبري سرچينو له مخې افغان سفير ډاکټر عمر زاحيلوال د ټيکسلا ميوزيم دوري پر مهال ويلي دي پاکستان او افغانستان له پکار ده په سيمه کې د امن پر ځای کولو لپاره په ګډه کار وکړي. دوي دا هم ويلي چي دهيوادونو ترمينځ په اړيکو کې لاندی باندی راځي، ولې په راتلونکو ورځو کې به پاک افغان اړيکې غوره شي او دا چي موجوده تعلقات به د دواړو هيوادونو د اولس په غوښتنو بد اغيز نه پرېباسي.

ډاکټر عمر زاحېلوال دا هم وويل، د دواړو ملکونو موجوده غلطي او شکايتونه موسمي دي او ډېرې ژر به دا شکايتونو او بې باورئ له منځه ولاړې شي.

عمر زاخيلوال ويلي د افغانستان او پاکستان د اولسونو ترمنځ رشتې هېڅ يو طاقت نه شي ماتولی. نوموړي په دې خبره زور راوړی چې په قبايلي، مذهبي تاريخي او په لساني بنيادونو باندې دا اړیکې لا غښتلي کول غواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: