یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دافغانستان د بلخ والي ۱۵کاله وروسته له دندې ګوښه شو

دافغانستان د بلخ والي ۱۵کاله وروسته له دندې ګوښه شو

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې بیانې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر غني د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا منلې ده. د ارګ په بیانیه کې، چې نن سهار رسنیو ته استول شوې راغلي، چې ښاغلي نور دا استعفا څه مهال مخکې کړې وه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ یو ویاند دوا خان مینه پال په خپل فیسبوک کې لیکلي، دیپلوم انجینر محمد داود دبلخ دوالي په توګه وټاکل شو.

دا په داسې مهال ده چې له څه وخت راهیسې د عطا محمد نور د استعفا کولو یا نه کولو بحث ګرم شوی و.

د وروستیو ورځو رپوټونو ویل چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایه مشر عبدالله عبدالله دواړه له بلخ ولایت د ښاغلي نور د لرې کېډلو غوښتونکي دي.

ښاغلی نور نږدې ۱۵ کاله د بلخ د والي په توګه کار وکړ.

بلخ د افغانستان په شمال کې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو دلیلونو له مخې اهمیت لري او د ښاغلي نور مرکز هم بلل کېږي.

عطام محمد نور د جمعیت اسلامي اجرايي مشر دی او دا ګوند په حکومت او قدرت کې ډېره ونډه لري.

ښاغلی عبدالله هم د دې ګوند غړی دی او پر بهرنیو چارو وزیر سربېره ځینې نور مهم لوړپوړي چارواکي هم د دې ګوند غړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: