دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دافغانستان د سوداګرۍ وزير دارزيابۍ لپاره چابهار بندر ته تللی

دافغانستان د سوداګرۍ وزير دارزيابۍ لپاره چابهار بندر ته تللی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر په چابهار بندر کې د پانګونې د فرصتونو د ارزیابۍ په خاطر دې بندر ته تللی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي نن یکشنبې د همایون رسا د دې سفر په اړه وویل:

“د دغه سفر هدف دا دی چې وزیر صاحب دغه بندر له نږدې وګوري او افغانستان د چابهار بندر له لارې د مؤثرې ګټې اخېستنې په استفادي سره د سیمې له هېوادونو سره وصل شي.”

ښاغلی قوقندي وايي چې افغانستان، ایران او هند په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې د چابهار بندر هوکړه لیک لاس لیک کړ.

نوموړی وایي چې څه موده وړاندې د لومړي ځل لپاره د چهار بندر له لارې د هند مرسته شوي غنم نیمروز ته را ورسېدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: