شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دافغانستان د هلمند ولايت په لښکرګاه کې موټر بم يو سرتيری وژلی

دافغانستان د هلمند ولايت په لښکرګاه کې موټر بم يو سرتيری وژلی

د هلمند مرکز لښکرګاه اړوند د درېیمې امنیتي حوزې په بولان سیمه کې د سرحدي ځواکونو پر دوهم کنډک موټر بم – ځانمرګی برید شوی دی. د هلمند د امنیتي چارواکو په خبره، برید نن جمعه د نومبر ۱۰مه سهار نهه بجې شوی دی.

په هلمند کې د سرحدی ځواکونو د درېیمي لوا قومندان ظاهر ګل مقبول وویل، په پېښه کې پنځه سرتېري ټپیان شوي او یو سرتېری نادرکه دی.

د نوموړي په خبره، ځانمرګي بریدګر په مازدا ډوله موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او موټر یې د سرحدي ځواکونو د کنډک له لومړي قرول سره جنګولی دی.

ویل کېږي، په مازدا ډوله موټر کې چاودېدونکي توکي د پنبې تر ډنډرو لاندې ځای پر ځای شوي وو.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وویل، په ځانمرګي برید کې اته پولیس ټپیان شوي او یو وژل شوی دی.

په هلمند کې د ایمرجنسي روغتون چارواکو رسنيو ته ویلي، له پېښې اته ټپیان او یو وژل شوی ور وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې به خپرولو د برید مسوولیت منلی او د کنډک د ویجاړتیا او زیات شمېر مرګ ژوبلې ادعا یې کړې ده، خو دولتي لوري يوازې د یو سرتېري د وژلو خبره منلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: