پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دافغانستان ولسي جرګې پېژندپاڼو کې افغان کلیمه تایید کړه

دافغانستان ولسي جرګې پېژندپاڼو کې افغان کلیمه تایید کړه

د افغانستان ولسي او مشرانو جرګې ګډ کمسون د برېښنايي پېژندپاڼې په تړاو د افغان ولسمشر تقنیني فرمان تایید کړ. افغان کلیمه چې ځینې افغان قومونه یې ځانګړي قوم(پښتون) ته منسوبوي د برېښنايي تذکرې د وېش په مخ کې خنډ بلل کېده.

د برېښنايي تذکرو د ويش اړوند چارواکي وايي، چې د ګډ کمېسون پرېکړې سره د دې تذکرې له مخې خنډونه لرې شول او دوی به راتلونکي اونۍ تذکرې وېشل پیل کړي.

په تذکره کې د افغان کلیمې راوړل یا نه راوړلو د دې کلیمې د پلویانو او مخالفانو ترمنځ څو کلن جنجال راپورته کړی و.

د همدې جنجال له امله پر ۲۰۱۳ کال افغان ولسي جرګې د برېښنايي تذکرې قانون داسې تصویب کړ چې پکې افغان کلیمه او قومیت نه ذکر کېده.

خو افغان ولسمشر اشرف غني د تېر مارچ د دویمې نېټې په یوه تقنیني فرمان سره په پېژندپاڼه کې افغان، قومیت او دین کلیمې را وړل اړين وبلل. مګر ولسي جرګې د تېر اکتوبر پر ۳۰ په داسې ورځ چې له نیمايي ډېر غړي یې ناسوب و، د ولسمشر فرمان رایې ته وړاندې کړ.

د رایو پایلې وښوده چې اکثریت غړو د دې فرمان خلاف رایه ور کړې ده.

د ولسي جرګې له دې پرېکړې وروسته په کابل او مختلفو ولایتونو کې د افغان کلمې په ملاتړ مظاهرې وشوې. د ولسي جرګې له دې ګام وروسته مشرانو جرګې تېره میاشت ( د نومبر ۱۹) په اکثریت رایو سره د افغان کلیمې په ملاتړ رایه ور کړه.

له هغه وروسته د دواړو جرګو ګډ کمېسون جوړ شو، چې په تذکره کې د افغان کلیمې د را وړلو یا نه راوړلو پرېکړه وکړي.

دغه کمېسون د دوشنبې په ورځ د رایو په اکثریت د ولسمشر غني دا فرمان تایید کړ چې له مخې یې پېژندپاڼه کې افغان کلیمه را وړل کېږي.

په پېژندپاڼه کې د افغان کلیمې د راوړلو پرېکړه په داسې مهال ده چې څو ورځې مخکې ولسمشر وویل ډېر ژر به د برېښنايي تذکرو وېش پیل شي.

برېښنايي پېژندپاڼه د ټاکنو د روڼتیا او په دې بهیر کې د درغلۍ د مخنیوي لپاره هم مهمه بلل کېږي.

د برېښنايي تذکرې چارواکي وايي، چې د ګډ کمېسون پرېکړې سره د دې تذکرې له مخې خنډونه لرې شول او دوی به راتلونکي اونۍ تذکرې وېشل پیل کړي.

را روانو یو دوو اونیو کې به لومړنۍ برېښنايي تذکره ښاغلي ولسمشر ته ور کړي او وروسته به دا لړۍ افغان وګړو ته پیل شي. د نوموړي په خبره، ښايي د پارلماني ټاکنو تر مهال( که په خپل وخت کېږي) دا پېژندپاڼه ټولو وګړو ته ونه وېشل شي او دا چې ټولو وګړو ته به د څلورو کلونو په دوام وويشل شي

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: