سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دافغانستان په جلال اباد ښار کې چاودنې شپږ کسان وژلي

دافغانستان په جلال اباد ښار کې چاودنې شپږ کسان وژلي

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې شیرزي لوبغالي ته څېرمه ځانمرګی برید شوی دی.

د ننګرهار والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی رسنیو ته ویلي، په برید کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي، خو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي، له پېښې ۳ مړي او ۵ ټپیان ور وړل شوي دي.

ښاغلی خوګیاڼی وايي، وژل شوي او ټپیان ټول ولسي، ګړي دي. نوموړی وايي، په وژل شویو کې یو ماشوم او یوه ښځه هم دي.

په سیمه کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط  ویلی، په برید کې ۶ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي. د نوموړي د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې یوه ښځه او څلور ماشومان هم شته.

دسرچينو له مخې  بریدګر چاودېدونکي توکي په موټر سایکل کې ځای پر ځای کړي او بیا یې روان موټر سایکل ته چاودنه ور کړې ده تر اوسه د چاودنې هدف نه دی په ډاګه شوی.

خو عطاء الله خوګیاڼي ویلي، چاودنه په جلال اباد ښار کې د حکومت په ملاتړ د یوې جوړې شوې غونډې په ۵۰۰ مترۍ کې شوې ده. د چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

ننګرهار د هېواد ختیځ کې تر ډېره نارامه ولایت دی، چې وخت ناوخت ترې د ناامنیو خبرونه ورکول کېږي. تېره ورځ (ډیسمبر دویمه) هم جلال اباد ښار کې چاودنو د ننګرهار د څارګرې ادارې ښاري مدير وواژه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: