جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دافغانستان په جګړه کې ډېر کارېدونکي او ډېر زيان اړوونکي

دافغانستان په جګړه کې ډېر کارېدونکي او ډېر زيان اړوونکي

په روانه جګړه کې په عامه کچه ډېر زيان اړوونکي دغه عادي ډول موټر سايکل ګڼل کېږي، چې په پراخه توګه استعمالېږي او دوو نه درېيو پورې کسان او دمنځنۍ کچې سپکې او درندې وسلې لېږدولی شي.

څه کم دوه لسيزې کېږي چې نېږدې نيمه نړۍ په دې عادي ماډل موټر سايکل سپرو پسې راوتلې ده. دغه د پټو مخونو موټرسايکل سپاره وسله وال په عامه توګه هغه طالبان يادېږي، چې په ځانګړي ډول د افغانستان د ځپلو لپاره په پاکستان کې روزل کېږي.

د دې وسله والو په اړوند یو نظر دا هم دی، چې يو شمېر يې په پاکستان او افغانستان کې د شرعي نظام راوړلو په هدف جنګېږي، خو د پاکستان په ګډون يو شمېر نور هيوادونه د دوی په بڼه او د دوی په جامه داسې وسله وال روزي، چې د فعاليتونو له کبله يې د شرعي نظام دعوه کوونکو اهداف هم زيانمنېږي.

په روانه اوولس کلنه جګړه کې ډېر زيان اړوونکي، د امريکايي ځواکونو شپنۍ او ورځنۍ چاپې او پوځي عمليات تر ټولو وړاندې ځکه راځي، چې د خلکو په فکر تر اوسه دوی له دومره پرمختللو وسلو او وسيلو سره خپل ټاکلي اهداف په نښه نه کړای شول او اوس هم د دوی په زياتو بريدونو کې عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوړی.

بې پيلوټه الوتکې د روانې جګړې يوه بله زيان اړوونکې وسله ګڼل کېږي. سره له دې چې دغه کنټرولي الوتکې د اهدافو په نښه کولو کې ځانګړې دي، خو ډېر کله يې په بریدونو کې د ولسي خلکو دمرګ ژوبلې خبرونه ورکول کېږي.

راکټ نومې وسله د اوسنۍ جګړې له عمره وړاندې د شوروي ځواکونو پر وړاندې په افغانستان کې هغو ډلو ته ورسېده چې د شوروي ځواکونو او خلق رژيم پر ضد جنګېدل. اوس هم په جګړه کې دغه وسله يوه له ډېر زيان اړوونکو وسلوګڼل کېږي. دغه وسله له اوږې ويشتل کېږي او د هدف په نښه کولو کې لوی نوم لري.

روسۍ کلاشينکوف د اوسنۍ جګړې نه غير چې ډېره کارېدونکې او ځاني زيان اړوونکې وسله ده، په عامه توګه په دښمنيو کې هم ډېره کارول کېږي. د دې وسلې جوړوونکی روسی وګړی څو کاله دمخه ومړ، خو په لاس جوړه کړل شوې وسله يې لا هم هره ورځ د زياتو کسانو د مرګ سبب کېږي.

د دې يادو وسلو نه غير په اوسنۍ جګړه کې نورې هم ډېرې زيان اړوونکې وسلې شته، ځمکني بمونه او ځانمرګي بريدونه هم دجګړې يوه داسې برخه ده چې زيات مالي او ځاني زيان اړوي.

 

 

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: