چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دافغانستان په ختيځ کې د جنازې پر مراسمو چاودنه شوې

دافغانستان په ختيځ کې د جنازې پر مراسمو چاودنه شوې

په ننګرهار کې د یوه پخواني ولسوال د جنازې په مراسمو کې د چاودنې په نتیجه کې لږترلږه ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي. د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼی وايي، دا پېښه نن /یکشنبه/ په جلال اباد ښار کې د هسکې مېنې د پخواني ولسوال د جنازې په مراسمو کې وشوه.
د ننګرهار د عامې روغتیا رييس نجیب الله کامه وال وايي چې روغتون ته د ۱۲ تنو مړي او ۱۵ ټپیان وروړل شوي دي.
تراوسه د چاودنې، چې د ماسپښین په د۲ بجې د جلال اباد په مقام خان هدیره کې وشوه، د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.
د دولت وسله والو مخالفو ډلو هم تراوسه د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د جنازې او فاتحې په مراسمو کې د دولت وسله والو مخالفانو تر دې پخوا هم په ځلونو حملې کړي دي.
خو په ننګرهار کې اوس دا ډول اکثره بریدونه داعش کوي.
دې ډلې تېره اوونۍ په کابل کې د تبیان په کلتوري – ټولنیز مرکز کې په درو انتحاري حملو کې تر ۵۰ زیات شیعه فعالان ووژل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: