چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دافغانستان په ختيځ کې داعش ډلې درې وسله وال طالبان وژلي

دافغانستان په ختيځ کې داعش ډلې درې وسله وال طالبان وژلي

دافغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي د اسلامي دولت نومې ډلې د وسله والو طالبانو یو قوماندان او دوه نور غړي وژلي دي.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په غلام ډاک سیمه کې د داعش وسله والو له لورې د وسله والو طالبانو یو قوماندان کاتب، چې مشهور په غورځنګ میداني دی، د دوو نورو ملګرو سره یو ځای تېره شپه وژل شوی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د وسله والو طالبانو یاد قوماندان د لغمان ولایت اصلي اوسیدونکی و چې ورسره د نصرت او شهامت په نومونو دوه نور ملګري هم وژل شوي دي.

په دې اړه تر اوسه هېڅ کومې ډلې څه نه دي ويلي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي. دخبرونو له مخې دغلته په داعش وسله والو کې د پاکستان په ګډون د څو نورو هيوادونو وسله وال د داعش په ډلو کې فعاليت کوي.

د افغانستان په ختيځ ولايت ننګرهار کې د داعش او طالب وسله والو پر خلاف په ځینو نا امنو ولسوالیو کې چاڼیز عملیات روان دي، خو لا هم وسله وال خپلو کړنو ته دوام ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: