یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / دافغانستان په ختيځ کې دوسله والو يو قوماندان نيول شوی

دافغانستان په ختيځ کې دوسله والو يو قوماندان نيول شوی

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، مومندرې ولسوالۍ کې يې د طالبانو يو مشهور قوماندان له يو شمېر وسلو او تجهيزاتو سره نيولى دى.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال وويل، تېره شپه يې د مومندرې ولسوالۍ په هزارناو سيمه کې ځانګړي عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د طالبانو مشهور قوماندان حنيف الله، چې په پړق مشهور و، نيول شوى دى.
مشرقيوال زياته كړه، په يادو عملياتو کې امنيتي ځواکونو يو ميل پيکا، يو ميل کلاشينکوف، يوه تومانچه او د طالبانو ۵۵ بيرغونه هم نيولي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *