شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دافغانستان په ختيځ کې ديوه ځانمرګي بريد مخنيوی شوی

دافغانستان په ختيځ کې ديوه ځانمرګي بريد مخنيوی شوی

د افغانستان په ختیځ په ننګرهار ولایت کې ځایي چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو په مرکز جلال اباد ښار کې یې د یوه خونړي ځانمرګي برید مخه نیولې ده.
د ننګررهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د ننګرهار ولایت ملي امنیت مؤظفینو د دې ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ بازار اړوند د مبایلو په یو پلورنځي کې د ځآنمرګي برید په موخه له چاودیدونکو توکو ډک واسکټ له هتیوال سره یو ځای نيولی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ځانمرګي برید په موخه وسله والو طالبانو یاد واسکټ برید ته چمتو کړی وو، ترڅو د یو بریدګر په وسیله ورته په ښار کې چاودنه ورکړي، خو د ملي امنیت مؤظفینو له لورې تر پېښې وړاندې چمتو شوی واسکټ تر لاسه او د وسله والو طالبانو خونړۍ شومه کړنه یې شنډه کړه.
د ولایت مقام په وینا، د برید په موخه برابر شوی واسکټ چې د مبایلو په هټۍ کې ساتل شوی وو، په جرم یې هټیوال هم نیول شوی دی .
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: