شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / دافغانستان په ختيځ کې د داعش ډلې پاکستانی مشر وژل شوی

دافغانستان په ختيځ کې د داعش ډلې پاکستانی مشر وژل شوی

د افغانستان د ننګرهار ولایت ځايي امنیتي مسؤلین وايي دبهرني ځواکونو په یوه هوايي برید کې دپاکستاني داعشیانو یو لوړپوړی وسله وال وژل شوی دی.

چارواکي وايي چې دهمدې ولایت د نازیانو ولسوالۍ لعل منډوي سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د داعش وسله والو نظامي مسئول سيد ولي، چې د خيبر پښتونخوا اوسيدونکی دی له یو ملګري سره وژل شوی دی .

یوه خبري سرچینه لیکي چې د داعش داکس دپاکستان په ځانګړو وسله والوکې منتخب شخص و، هغوی وايي چې دوی ډیر په اسانۍ سره پاکستان ته تله راتله کوي.

د اسلامي دولت نومې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *