شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دافغانستان په ننګرهار ولايت کې د حق غوښتلو ګونګه مظاهره

دافغانستان په ننګرهار ولايت کې د حق غوښتلو ګونګه مظاهره

عموماً مظاهرې له شوره ډکې او لاريونونه د شعارونو او تکبيرونو په غږونو تاوده وي، خو نن په ننګرهار کې د حق غوښتنې داسې يوه مظارهره هم شوې، چې ګونګه وه او د دې ښار د لوستو ګونګيانو لخوا تنظیم شوې وه.

اوس پوښتنه دا ده چې په داسې يوه سياسي فضا کې چې خوله ور او ژبه ور وګړي له شوره په ډکو مظاهرو خپل حقونه نه شی ترلاسه کولای، نو بې ژبې او ګونګي وګړي په یې څنګه په خاموشه مظاهرو ترلاسه کړي؟
خو سره له دې دغه بې ژبې وګړي نن ورځ د ننګرهار ولایت مقام مخې ته د یوه لاریون په شکل راټول شول، دوی پر دولت نیوکه کوله، چې تر اوسه یې هغوی ته لازم خدمات نه دي وړاندې کړي.
دغو لوستو ګونګیانو په اشاروي ژبه له رسنیو سره خبرې کولې. د ګونګیانو ژباړن محمد نواب شېرزاد د هغوی د اشارو ژبه ژباړله او ویل یې، چې ګڼ شمېر داسې ګونګیان په دې ټولنه کې شته، چې لوړې زده کړې هم لري، خو تر اوسه ورته په هېڅ اداره کې د کار زمینه نه ده برابره شوې.
هغه وویل، تر اوسه ورته د حکومت هغه امتیازات نه دي ورکړل شوي، چې کوم نورو معلولینو ته ورکول کېږي.
نوموړي وویل، په دوی کې داسې ګونګیان هم شته، چې د هېواد له رسمي ژبو سربېره په نړیوالو ژبو هم پوهېږي او په هره اداره کې د کار کولو وړتیا لري، خو د اسنادو د ورکړې پر مهال یې د ځینو ادارو کارکوونکي پرته له دې چې نوم لیکنه یې وکړي، برعکس تمسخر هم پرې کوي.
په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي له رسنیو سره خبرو کې وویل، تر اوسه د دې ولایت هېڅ ادارې ته ګونګیانو رجوع نه ده کړې او که یې وکړي، نو ولایتي اداره ژمنه ده، چې د هغوی تحصیلي اسنادو ته په کتو به دندې ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: