دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دافغانستان په هلمند کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان وژل شوی

دافغانستان په هلمند کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان وژل شوی

افغان چارواکي وایي، په هلمند کې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو قوماندان وژل شوی. د طالبانو دا ځانګړي ځواکونه چې د سرې قطعې په نوم یاد شوي او په ډېرو پرمختللو جنګي وسلو او وسايلو سمبال دي، په تېر لنډ مهال کې يې په فعاليتونو کې زياتوالی راغلی و.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې نن یکشنبه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ملا شاولي چې په ملا ناصر مشهور و، تېره اوونۍ په هلمند کې د هوایي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولي درې کاله مخکې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان او د طالبانو له خوا د هلمند لپاره مرستیال والي ټاکل شوی و، د طالبانو په تهاجمي حملو کې مستقیماً ښکېل و.

د افغانستان د پوځ په وینا، د طالبانو سره قطعه د شپې د دید د وسایلو په ګډون په پرمختللو وسلو سمباله ده.

په دغو عملیاتو کې چې د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې شوي، له ولي سره د طالبانو دوه نور قوماندانان او یو بل چې ځانوژونکی بلل شوی، وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: