جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دافغانستان په هلمند کې هوايي بريد ګڼ وسله وال وژلي

دافغانستان په هلمند کې هوايي بريد ګڼ وسله وال وژلي

دافغانستان په سویل هلمند لایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي د جیټ الوتکې په برید کې په مارجې ولسوالۍ ګڼ شمېر وسله وال طالبان وژل شوي دي.

چارواکيو لخوا خپره ښوې خبر پاڼه وايي د قاري فدا محمد په نوم د طالبانو یو مهم قومندان په مارجې ولسوالۍ کې د حاجي بابا څلورلارې سیمه کې د جيټ الوتکې د هوايي برید په ترڅ کې له خپلو څو تنه جنګیالیو سره يو ځای ووژل شو.

خبرپاڼه زیاتوي، چې نوموړی قوماندان د هلمند لپاره د طالبانو د والي ملا منان نېږدي سړی وو، چې په مرکزي سیمو کې يې په ډیرو بریدونو او جګړو کې لاس درلود.

په دغه هوایي برید کې د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی په ډاګه شوی، خو د هلمند ولایت مقام وایي په دې اړه نور حزئیات به وروسته په ډاګه شي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: