په ننګرهار کې ځایي حکومتي چارواکي وایي په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو د هسکې مینې ولسوالی په اړوند سیمه کې هوایي برید ترسره کړی دی.
چارواکي زیاتوي، چې په دغه هوایي برید کې د داعش ډلې دوه تاجکستاني وسله وال وزل شوي دي.
د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د هسکې مینې ولسوالۍ په لنګرۍ کنډو سیمه کې نن غرمه شاوخوا دولس بجې د بې پیلوټه الوتکې په هوایي برید کې دوه داعش وسله وال چې د تاجکستان هېواد اصلي اوسیدونکي دي، ووژل شول .
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې برید کې بل چاته کوم زیان ندی اوښتی .
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې ځایي چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو چې د خوږیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د هوايي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې ۵ داعش وسله وال وژلي او ۴ نور يې ټبيان کړي دي، چې د دوو وژل شوو داعشیانو جسدونه هم په سیمه کې پاتي دي.