دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / دامريکايي چارواکو ګواښونه د ترهګرو ځالې نه شي ورانولی

دامريکايي چارواکو ګواښونه د ترهګرو ځالې نه شي ورانولی

د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون د هغه هیواد ګانګرس ته د سویلي اسیا او افغانستان په اړه د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د نوې ستراتېژي له اعلان وروسته، په خپل لومړني رپوټ کې ویلي چې د ډیورنډ نامنلې کرښې پاکستانۍ غاړې ته د ویره اچوونکو پناځایونه د سیمې امنیت او ټیکاو ګواښي. خو دې څرګندونو او ګواښونو د ترهګرو د ملاتړ په کمولو کط هېڅ مرسته نه ده کړې.

پنتاګون په دغه رپوټ کې کانګرس ته لیکلي چې افغانستان له هغو یاغیانو سره ښکېل دی چې له بهره پیاوړي او تنظیمېږي.

رپوټ کاږي چې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته القاعده، د حقاني شبکه، لښکرطیبه، تحریک طالبان پاکستان، داعش او د ازبیکستان اسلامي غورځنګ پورې تړلې ډلې پنا ځایونه لري او د دغو ډلو فعالیت د سیمې ټیکاو ګواښي.

تر دې لږ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلر سن ویلي و چې که پاکستان د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس وانه خلي امریکا به  له دغه هېواد سره اړیکې وشلوي.

که وکتل شي دا څرګندونې ډېرې سختې او پاکستان ته جدي خبرداری ګڼل کېږي، په لومړي نظر کې خو داسې ښکاري چې پاکستان ته نور د امریکا زغم پای ته رسېدلی او ډېر ژر به دغه هېواد یا د ترهګري له ملاتړه لاس اخلي او یا به د امریکا سختې غصې سره مخ کیږي.

په ښکاره خو د امریکا د بهرنۍ کړنلارې له تر ټولو لوړو بنسټونو او چارواکو یانې د بهرنیو چارو وزیر او دفاع وزارت له دې څرګندونو داسې اخیسته  کېدی شي چې امریکا به له دې وروسته د پاکستان پر وړاندې هماغه د طالبانو او بن لادن په اړه کړنلاره غوره کړي.

کله چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر پر ۱۱ نیټه د نیویارک سوداګریز مرکز او د امریکا دفاع وزارت د الوتکو په واسطه تر ترهګریز برید لاندې راغلل د امریکا د هغه وخت ولسمشر  جورج بوش اعلان وکړ یا امریکا یا هم ترهګر درېیمه لار نه شته.  د همدې کړنلارې له مخې یې د طالبانو اداره ړنګه کړه چې ویل یې د ترهګرو ملاتړ کوي او د اسامه بن لادن پر سر یې میلیونونه ډالر انعام وټاکه چې مړ یا ژوندی یې غواړي، نو ځکه خو یې د ۲۰۱۱ کال په مې میاشت کې اسامه بن لادن د پاکستان په پوځي ښارګوټي ایبټ اباد کې په توره شپه کې وواژه او مړی یې د امریکایانو په وینا د سره سمندرګي په تل کې خښ کړ.

رښتیا! هغه وخت یې پاکستاني چارواکو ته هم خبرداری ورکړ چې که د ترهګرو له ملاتړه لاس وانه خلي نو هېواد به یې ډبر تېر پیر ته ورستون کړي چې همدې څرګندونو د پاکستان پوځي حکمران پرویز مشرف اړ کړ چې د امریکا خوا ونیسي.

د اوسني ولسمشر ټرمپ په واکمني کې هم د هغه نوې ستراتېژي سرترپایه د ترهګرو ډلو ملاتړ له امله پاکستان ته له ګواښونو او خبرداریو ډکه وه. ددفاع وزیر جیمز متیس او د ملي امنیت سلاکار مک مسټر له څرګندونو داسې ښکاریدل چې د پاکستان کړنې ورته د زغملو نه او ژر ده چې له دغه هېواد سره حساب کتاب پاک کړي.

امریکایي چارواکو پخوا هم ويلي و چې د پاکستان پر ضد اقداماتو کې پر هغه هېواد، د مرستو بندول او پر هغو پاکستاني چارواکو بندیز لګول هم راځي چې له ترهګرو سره همکاري لري.

خو عام فکر دا دی چې اوسني ګواښونه هم د تېرو هغو له تکرار پرته بل څه نه شي ګڼل کېدی، ځکه  اسمان چې څومره غوېږي هومره نه اورېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: