د روسيې چارواکو ویلي دي چې د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې د معلوماتو پر اساس یې په پیټرزبرگ د اسلامي دولت د ډلې د حملو پلان ناکامه کړی دی.
مسکو وایي چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ډونالډ ټرمپ ته ټیلفون وکړ او د هغه نه یې مننه وکړه چې سي آی ای ورسره دغه معلومات شریک کړي دي. سپینې ماڼۍ دغه خبر تائید کړیدی.
مسکو وايي، داسې ښکاري چې د شنبې په ورځ د سن پیترز برګ په کازان کلیسا د برید پلان جوړ شوی و. د سپینې ماڼۍ بیان کې راغلي چې ترهګر له برید مخکې نیول شوي او که حمله کېدلی نو ډېره مرګ ژوبله به اوښتله.
د روسیې امنیتي ادارې اېف اېس بي هم یوه بیان کې ویلي چې دوی د اسلامي دولت اوه کسیزه ډله نیولې ده. دوی زیاتوي چې له دې وسلوالو یې ډېر باروت، وسلې او په ترهګرۍ ولاړې لیکنې هم ترلاسه کړې دي.
د روسیې چارواکي وایي چې سي آی اې چې ورسره کوم معلومات شریک کړي و، دهغې پر اساس د هغوی استخباراتي ادارو داسې کسان ونیول چې د شنبې په ورځ یې د ځانمرگو بریدونو پلان تیار کړی و. د روسیې پولیسو په دغه لړ کې د یکشنبې په ورځ هم ځینې کسان نیولي دي. روسیه وایي چې دا کسان یې هم د ځانمرگو بریدونو د پلانونو د جوړولو په شک نیولي دي.
چارواکي وایي چې د نیول شوو کسانو سره یې چاودیدونکي مواد موندلي.