پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / دامريکا مرستيال ولسمشر خپل پوځيان تکړه سرتېري ګڼلي
US Vice President Mike Pence poses for photos with troops in a hangar at Bagram Air Field in Afghanistan on December 21, 2017. POOL / AFP PHOTO / POOL / MANDEL NGAN

دامريکا مرستيال ولسمشر خپل پوځيان تکړه سرتېري ګڼلي

دامريکا مرستيال ولسمشر په سخت امنيت کې د افغانستان بګرام هوايي اډې ته رسېدلی او هلته يې د امريکا نزدې ۱۵زره پوځي سرتېرو نه مننه کړې ده. نوموړي خپلو سرتېرو ته د نړۍ د تکړه سرتېرو نوم ورکړی.

نوموړي د سپينې ماڼۍ څخه د روانېدو پر وخت خبريالانو سره په خبرو کې وويل “د څو شېبو لپاره به مونږ هلته يُو او مونږ هغوی ته د کرسمس مبارکي ويل غواړو. هغه دغو عسکرو ته چې په افغانستان کې دي په هر اعتبار د نړۍ تکړه سرتيري ويلي دي.

افغان ولسمشر ښاغلي اشرف غني له نوموړي سره په دې کتنه کې وویل، “د افغانستان او امریکا اړیکې د دواړو هېوادونو پر ګډو او ستراتیژیکو ګټو ولاړې دي او تر پخوا زیاتې پیاوړې کېږي”.

ښاغلي غني د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا نوې ستراتیژي د افغانستان او سیمې د سولې او ثبات پرځای کېدو په برخه کې مهمه موقع وبلله او په عملي کېدو یې ټينګار وکړو.

نوموړي په دې کتنه کې له فساد سره د مبارزې، هر اړخیزو اصلاحاتو راوړلو او سیمه ییزو همکاریو په برخو کې د افغانستان حکومت د لاسته راوړنو یادونه وکړه او وې ویل: “په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د ثبات او پرمختيا لپاره مهم دي”.

د امریکا مرستیال ولسمشر پېنس په تود هرکلي د افغان مشرانو په مننې سره وویل: ” امریکا به تل د افغانستان د دولت او خلکو تر څنګ وي او دا ملاتړ به په بېلابېلو برخو کې د پراختيا سره دوام ولري”.

د ارګ له مخې مایک پېنس د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې او دغه راز له فساد سره د مبارزې، سولې پروسې، سیمه ییزې همکارۍ او ښې حکومتولۍ په برخه کې د افغانستان حکومت پرمختګونه وستایل.

پېنس د دې ترڅنګ چې د اقتصادي ودې، سولې او امنیت په برخه کې له افغانستان سره د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړ وویل، “د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا د ستراتیژۍ اصلي محور د افغانستان سوله ، ثبات او سوکالي ده”.

اشرف غني د امریکا د مرستيال صدر د سفر په مهال د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ د تروریزم ضد ګډې مبارزې په برخه کې د یاد هېواد د سرتېرو د قربانیو ستاینه وکړه او د افغانستان حکومت او خلکو سره یې د امریکا د دوامداره مرستې او همکاریو قدرداني وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *