دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دامریکې په هوايي بريدونو کې هره ورځ څوک وژل کېږي؟

دامریکې په هوايي بريدونو کې هره ورځ څوک وژل کېږي؟

په افغانستان کې د داعش جنګياليو د زياتوالي له خبرونو سره خلک په شک کې لوېدلي چې د ګډو ځواکونو په هوايي بمباريو کې هره ورځ څوک وژل کېږي؟ او له دې امله په غرنيو سيمو کې د چا کورونه ړنګېږي؟
نیویارک ټایمز په خپل یوه نوي راپور کې لیکلي چې په ۲۰۱۷ کال کې داعش ډلې په افغانستان کې خونړي بریدونه کړي دي او دا له دې امله چې د وسله والو شمېر یې ډېر شوی دی او لا ډېرې سیمې یې لاندې کړې دي.
په راپور کې راغلي، چې په تېر کال کې داعش یوازې په ۳ سیمو کې فعالیت درلود خو اوس دغه شمېره ۱۱ ته لوړه شوې ده. سرچینه زیاتوي چې زرګونه کسان دداعش د فعالیتونو له امله له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي او ان په لرو پرتو سیمو کې طالبان هم په دې نه دي توانېدلي چې تر خپلې ولکې لاندې سیمې له داعش وساتي.
نیویارک ټایمز زیاتوي چې په افغانستان کې دداعش فعالیتونه مخ پر زیاتېدو دي او لا هم هڅه کوي چې ډېرې سیمې خپلې کړي او لا ډېر کسان جذب کړي.
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو، چې په افغانستان کې دداعش وسله والو شمېر ۱۰ زره کسانو ته رسېږي خو د افغان پوځ لوی درستیز هغه مریض وباله او په وینا یې دداعشیانو شمېر تر ۲ زرو زیات نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: