سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / دا وګړي چې توپونو بېل نه کړل، ديوالونه يې نه شي بيلولی

دا وګړي چې توپونو بېل نه کړل، ديوالونه يې نه شي بيلولی

د افغانستان د سرحدونو او د قبایلو چارو وزارت چارواکو د ډیورڼد کرښې د رسمیت په اړه په افغانستان کې میشت د برتانیه سفیر د «نیکولاس کي» د څرګندونو په اړه غبرګون وښود او د دغه څرګندونې د ډیپلوماټیک اصولو خلاف کار وباله.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال ننګیالي قلاتوال ویلي «د ډیورند کرښه هېڅ وخت رسمي نه وه او نه به وي او په دې اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت دریځ څرګند دی چې دا یوه فرضي کرښه ده، د بریتانیې د سفیر څرګندونې ناسمې دي.»

په افغانستان کې میشت د برتانیه سفیر ښاغلي نیکولاس کي له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې د بریتانیا او نړیوالو له نظره د ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان چارواکو د مخالفت سره سم پاکستان پوځ د ډیورڼد کرښې په اوږدو کې د کټارو او اغزن د لګلو پا چارو بوخت دي.

د پاکستان پوځ یوه لوړپوړی جنرال تیره میاشت وويل، چې له افغانستان سره د پولې په هغو سیمو کې تر ۲۰۱۸ میلادي کال پورې کتاړې او اغزن تار په بشپړ ډول ولګول شي چې د ترهګرو د تګ راتګ لپاره مهم ګڼل کیږي.

خو په افغانستان کې د برتانیه سفیر وایي، چې پاکستان د یادې کرښې د مدیرت حق لري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم له دې وړاندې د پاکستان پوځ او حکومت د دغو اقدماتو په غبرګون کې ویلي وو، چې که هغوی فکر کوي چې په اغزن سیم به ولسونه بېل کړي بیا دې له سره فکر وکړي.

هغه زیاته کړه، چې موږ توپونو او طیارو بېل نه کړو. مینه، وینه او تاریخ څوک په سیم نشي بېلولی، څو قیچیانې یې کافي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *