جمعه , مې 7 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / دا ټول ډاډ دسعودي دشيخانو دی، دوی خپله توره ټرمپ ته ورکړه

دا ټول ډاډ دسعودي دشيخانو دی، دوی خپله توره ټرمپ ته ورکړه

د بیت المقدس په اړه د لېوني ټرمپ تر پرېکړې وړاندې په ټولنيزو رسنيو کې د برما د مسلمانانو حال او په هغوی کېدونکی ظلم دومره سترګو سترګو ته شو، چې هندوان يې لاسنيوي ته ورسېدل، خو د اسلامي نړۍ په نوم داسې غبرګون رامخې ته نه شو، چې د زورورو او ښکرورو وېره ترې وشي.

اوس بيا امریکايي ولسمشر په خپله يوه ناشونې پرېکړه د ټول اسلامي امت ودانۍ ولړځولې او داسې يو ارامان يې په زړونو کې راپورته کړ، چې ولې نن اسلامي نړۍ دومره کمزورې او دومره بندر بندر شوې ده چې هېڅ د يو والي غږ ترې نه راپورته کېږي.

د اسلامي امت د ارزښتونو ننګول که په هره موخه وي، خو په څرګنده ترې داسې اخيستنه کېږي چې کفارغواړي معلومه کړي اوس په دې روانه زمانه کې په مسلمانانو کې څومره تاو، جذبه او د غږ پورته کولو قوت پاتې دی.

کفار په دې سره د مسلمانانو د هغه رښتيني شعار اندازه د نن ورځې په مسلمان وجود کې ګوري چې: ټول مسلمانان يو وجود ګڼي او کله چې د وجود کومه برخه درمنېږي، نو ناارامي يې د ټول بدن ناارامي وي.

نن که اسلامي نړۍ ته څوک له دې امله د يو وجود ګوته نيسي چې ګواکې مسلمانان پکې اوسېږي، نو دغه وجود اوس د کفارو د اوږدو هڅو په لړ کې که مړ ونه ګڼل شي، نو دومره نشه ضرور دی، چې يو اندام یې د بل درد څه چې خپل درد هم نه شي درک کولای.

د بيت المقدس په اړه د يوه لېوني ولسمشر کمعقله پرېکړه داسې ده لکه د نړۍ پر مخ چې مسلمان نه وي پاتې او په داسې حالت کې دا پوښتنه هم پيداکېږي چې اخر د اسلامي نړۍ نوم د څه لپاره؟ او بيا تر اوسه چې د اسلامي نړۍ نوم ژوندی دی، نو دا هم يو شعاري نوم دی او د واکمنو په کچه هېڅ داسې تدابير پکې نه ليدل کېږي، چې د اسلامي شرعيت راژوندي کوونکي وي، بلکې نننۍ اسلامي نړۍ د اسلامي شرعيت او اسلامي حدودو هديره ګڼل کېږي.

چې داسې ده او اسلامي نړۍ د اسلامي حدودو هديره ده او د محمدي شرعيت مقبره، نو بيا خو بايد چې د بيت المقدس په اړه د يوه لېوني د پرېکړې په غبرګون کې هغو اسماني ابابيلو (مرغانو) ته په تمه شو، چې د کعبې شريفې پر ضد راوتلي لښکر پسې را الوتي وو.

پايله دا ده چې اسلامي نړۍ د کفري نړۍ په رنګ کې رنګ شوې ده، خلکو ته کفر اسلام او اسلام ورته کفر معرفي شوی دی او ټوله بدبختي له دې ځايه ده چې په ټولو وسايلو د کفري نړۍ قبضه ده او چې څنګه وغواړي حالاتو ته هغسې مخه ورکولای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *