شنبه , مې 15 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / دباجوړ اتحاد وايي حکومت د قبايلي اولس مستقبل سره لوبې کوي

دباجوړ اتحاد وايي حکومت د قبايلي اولس مستقبل سره لوبې کوي

 باجوړ سياسي اتحاد د قبايلي اصلاحاتو بل د قامي اسمبلئ ايجنډا نه ويستو پر ضد خاربازار کې احتجاجي مظاهره کړې ده. نن د مظاهرې مشري د باجوړ سياسي اتحاد مشر عبدالمنان کوله چي پکې د باجوړ سياسي اتحاد نوروغړو اورنګزيب انقلابي, شاه نصير, خائسته الرحمن اتش, ډاکټر خليل او طالب علمانو ترڅنګ عامو خلقو هم ګډون کړی و.

 مظاهره چيانو د حکومت پر ضد نعرې وهلې او د بل ځنډولو يې په سختو ټکو کې غندنه کوله. وينا کوونکو په مولانا فضل الرحمن, اچکزي او حکومت سخت انتقادونه وکړل. ددوی وينا وه چې حکومت د قبايلي اولس مستقبل سره لوبې کوي او دا چې د اصلاحاتو په عملي کولو کې رښتيني نه دي.
دوی ګواښ وکړ چې که چرې حکومت اصلاحات عملي نکړل نو احتجاج له به دوام ورکړي.
بلخوا د خېبرایجنسۍ یو شمیر قبايلي مشرانو هم په دې اړه نن پيښور کې خبرې غونډه کړې ده. عرفان کوکي خیل، فضل اکبر کوکي خیل او سید عالم شنواري وویل چې د قامي اسمبلۍ ایجنډې نه د قبايلو د اصلاحاتو بل ویستل په قبايلو د ډرون حملې برابر ده.
دوی ويلي چې وزیراعظم په دې اړه راروانو څو ورځو کې د قبايلو پارلېمنټرینیز سره د ملاقات کولو باور ورکړی او دا چې دغه ملاقات وروسته به قبايل خپله نوې تګ لاره ټاکي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *