پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / دباچا خان (عبدالغار خان) نوم له کتابونو نه دی لرې کړل شوی

دباچا خان (عبدالغار خان) نوم له کتابونو نه دی لرې کړل شوی

په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند (پي ټي ايي) د حکومت اتحادي ډلې جماعت اسلامي مشر پروفېسر ابراهيم وايي، “مونږ په صوبه کې د نصاب د کتابونو څخه د عبدالغفارخان (باچاخان) نوم نه دی ویستی.

د جماعت اسلامي مشر ابراهيم له خلې ځايي مطبوعاتو ويلي د کتابونو څخه يې سيکولر مواد ويستي او د باچاخان نوم يې ترې ويستی دی خو ډيوه رېډيو سره خبرو کې نوموړي وويل:

“زما نه دی خيال چې مونږ د نصاب يا کتابونو نه څوک ویستی دي، د عبدالغفارخان ذکر په کتابونو کې شوی مونږ د هغه خلاف نه يو، د مولانا مفتي محمود ذکر پکې هم دی او مونږ به پکې قاضي حسېن احمد هم راولو”.

فضل الرحيم مروت چې په خېبرپښتونخوا کې په تېر حکومت کې د ټېکسټ بک بورډ مشر ؤ وايي مونږ د کتابونو جوړولو په وخت ښاغلی ابراهيم راغوښتی و خو دی نه و راغلی او بيا يې وروسته بې ځايه اعتراضونه کول.

ښاغلي ابراهيم وويل “د مشاهير (ياد مشران) اسلام او هندوپاک مشاهير ويستلی شوي وو او مونږ هغه بیرته بيا شامل کړل او د عبدالغفارخان نوم مې نه دی اخستی”.

خو مروت وايي مونږ مسلمانان يُو عرب نه يُو او د خپلې سيمې مشران مو په کتابونو کې شامل کړي دي.

” ما خپل خلک په کتابونو کې راوسته، اجمل خټک به په کتاب کې ولې نه وي؟ قلندر مومند به ولې نه وي؟ او غني خان ته ناخوښه شخصيت ولې ويل کيږي، زه به د صوبې تاريخ ښايم باچاخان او خدمتګار به نه وي پکې او پيرروښان به نه وي پکې، بابر به وي او اکبر به وي او دوي به نه وي پکې، ولې”؟.

ښاغلی ابراهيم وايي “د عوامي نيشنل ګوند او پيپلز ګوند تېرګډ حکومت د قتال اود جهادي ايتونه او حديثونه ويستي وو او مونږ بيا د خپلو اتحاديانو سره خبره وکړه هغوي زمونږ ومنله او هغه د جهاد ايتونه او حديثونه په نصاب کې بیرته شامل شو”.

خو مروت وايي مونږ د اسلامياتو نه څه نه دي ويستي او د نصاب ترمخه مو هر څه کړي او هغه مو د مرکزي حکومت په اجازه کړي ځکه چې نصاب د مرکز سره و او کتاب مونږ چمتو کړی و.

“دغه نصاب د پروېزمشرف په وخت کې په ۲۰۰۶م او ۲۰۰۷م په کې په اسلامياتو او نورو کې پوهانو بدلون کړی ؤ او په هغې بيا اعتراض راغلو چې سوره انفال او سوره احزاب، دا د امریکې په وېنا لرې شول، ځکه چې په دې کې د جهاد خبرې دي”.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: