سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / بلوچستان / دبلوچستان اړوندو سيمو کې د ناامنۍ په پېښو کې زياتوالی راغلی

دبلوچستان اړوندو سيمو کې د ناامنۍ په پېښو کې زياتوالی راغلی

د پاکستان ناقراره ولايت بلوچستان په ډېره بګټي ضلع کې د ډزو او ماين چاودنې په پېښه کې لږ ترلږ اووه کسان وژل شوي دي.

راپورونه وايي نن د پنجشنبې (زيارت) په سهار د ډېره بګټي ضلعې په ټوبه نوحکاني علاقه کې نامالومو وسله والو د ګُجر نومې کس په کور ډزې کړي چې له امله يې د هغه د دوه ښځو او درې ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

د سرچينو د وينا له مخې د ډزو په پېښه کې ژوبل کسان روغتون ته وړل کېدل چې په هغو باندې ماين چاودنه شوې چې په دې کې پېښه بل يو کس وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

د امنيتي چارواکو په وېنا پوليس سرتيري موقعې ته رسېدلي او سيمه يې کنټرول کړې کې ده.

د پېښې په اړوند په سمدستي ډول نه ده مالومه شوې چې علت يې څه دی.

د بلوچستان ډېره بګټي ضلع د اوږدې مودې راهسې د بدامنۍ ښکار ده.

د چارواکو د دې ادعاوو سربېره چې وايي دغلته يط بدامني کابو کړې يو وار بيا د بدامنۍ په يېښو کې زياتوالی راغلی دی.

پينځه ورځې وړاندې د بلوچستان په مرکز کوټه کې په زرغون روډ باندې يوه کليسا باندې ځانمرګي برید کې د درېو ښځو په ګډون نهه کسه وژل شوي وو.

د نومبر په میاشت کې هم په يوه چاودنه او دوو بريدونو کې د دوو لوړ پوړو پوليس چارواکو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: