چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / قبايل / دبلوچستان خلکو ملګرو ملتونو ته دپاکستان دپوځ شکایت کړی

دبلوچستان خلکو ملګرو ملتونو ته دپاکستان دپوځ شکایت کړی

په بلوچستان کې د بشري حقونو څخه سرغړونې دوام لری
د بلوڅو د جمهوریت ګوند استازي او فعال، عبدالنواز بګټي د سویس په ژنیو ښار کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې په بلوجستان کې د پاکستان لخوا د بشري حقونو پر سرغړونو خبرې کړي دي.

ښاغلي بگټي وویل “په بلوچستان کې د بشري حقونو څخه سرغړونې دوام لري. د پاکستان پوځ د خپلو بدنامه تگلارو په مرسته هڅه کوي چې بلوڅان له خپل ټاټوبي څخه ورک کړي”

هغه زیاته کړه په بلوچستان کې په زرگونه بلوڅان له کومې نخښې پرته تري تم شوي اؤ د هاغو بلوڅانو په زرگونو مړي چې مخکې ورک شوي اوشکنجه شوي موندل شوي دي

بلوڅ بیلتون غوښتونکي له یوې لسیزې راپدې خوا له پاکستان څخه د بلوچستان د آزادولو په خاطر مبارزه کوي.

شورا ته پخپلې وینا کې بګټي وویل چې زرګونه خلک له بلوچستان څخه لادرکه شوي دي.

د بلوڅو د جمهوریت گوند استازي زیاته کړه “پاکستان دوه مخی سیاست کوي. دوی د بلوڅانو سیاسیي گوندونه په رسمیت نه پیژني او حتی د محصلینو سازمانونو باندې یې بندیز لگولی

خو هغه بیا وایي چې په هم دغه پاکستان کې مذهبي افراطي او جهادي سازمانونه لکه لشکر طیبه، سپاه صحابه، جماعت الدعوا، افغان طالبان او حافظ سید ځیني مثالونه دي چې په ازاده توگه په بلوچستان کې فعالیت کوي.

بلوڅ مبارزین په دې نظر دي چې له طبیعي منابعو ډکه خاوره یې د پاکستان لخوا تر استعمار لاندې ده.

د بلوڅو فعالانو په باور پاکستان د یوې منظمې پالیسۍ له مخې کوښښ کوي چې بلوڅان و‎ځپي. خو پاکستان وایي چې هند او افغانستان په بلوچستان کې ناآرامیو ته لمن وهي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: