سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / بلوچستان / دبلوچستان پر والي د وژونکي بريد هڅه ناکامه شوې ده

دبلوچستان پر والي د وژونکي بريد هڅه ناکامه شوې ده

دپاکستان امنیتي ځواکونه دعوه کوي چې د بلوچستان ایالت په والي محمد خان اچګزي د وژونکي برید هڅه یې شنډه کړې ده. ګورنر محمد خان اچکزی دپاکستان دملت پاله پښتون ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مشر ښاغلي محمود خان اچکزي مشر ورور دی.
دچهارشنبې په ورځ د بلوچستان دکورنیو چارو وزیر ښاغلي سرفراز بګټي دکوئټې دپولیسو مشر سره یو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي امنیتي ځواکونو خبر ترلاسه کړی و چې ترهګر په محمد خان اچکزي د وژونکي برید پلان لري. هغه وايي د دې اطلاع ترلاسه کولو نه وروسته امنیتي ځواکونو قلعه عبدالله سیمه کې عملیات کړي دي.
هغه وویل امنیتي ځواکونو د حامد بشیر او منور په نومونو دوه ترهګر نیولي او دګورنر د وژنې پلان یې شنډ کړی دی.
دکورنیو چارو وزیر دعوه کړې چې دغو ترهګرو غوښتل ګورنر اچکزی هم داسې ووژني لکه دپنجاب د کورنیو چارو پخوانی وزیر شجاع خانزاده چې یې پخپله دیره کې وژلی و.
هغه وایي د نیول شوو ترهګرو تړاو هم دهغه ډلې سره دی چې شجاع خانزاده باندې یې ځانمرګی برید کړی و.
سرفراز بګټي دعوه کړې ده چې دنیول شوو ترهګرو د ولقې څخه درنې وسلې او ځانمرګي واسکټونه هم ترلاسه شوي دي.
دبلوچستان ۷۷ کلن ګورنر محمد خان اچکزي پخپله تر دې مهاله څه نه دي ویلي چې هغه ته د چا لخوا کواښونه پیښ دي؟
په پاکستان کې تر دې وړاندې هم ګڼ شمیر حکومتي او سیاسي مشران په ځانمرګي بریدونو او هدفي وژنو کې وژل شوي چې پکې ددغه هیواد دوه وزیراعظمان لیاقت علي خان او بې نظیر بوټو هم شامل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: