شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / قبايل / دجنوبي وزيرستان بې ځايه شوي په کډوالۍ کې تنګ دي

دجنوبي وزيرستان بې ځايه شوي په کډوالۍ کې تنګ دي

د جنوبي وزيرستان کډوال وايي دوی نور د کډوالۍ په کمپونو کې د ژوند سختۍ نه شي تېرولی. دوی وايي پاکستاني پوځيانو چې د کومو وسله والو پر ضد د دوی کورونه وران کړل، هغه وسله وال اوس د پخوا نه په ډېر زور کې په هر ځای کې موجود دي.

شکتوئ او بوبړ سيمو نه د پوځې عملياتو له امله بکاخېل کيمپ ته بې ځايه شړوي کډوال ستونزو سره مخ دي. دوی د اسانتياوو د نه شتون په سبب له اړونده چارواکو شکايتونه کوي.

دغه کډاول وايي يو خو دوی ته د خپلو خپلوانو سره اړيکې نيول ګران شوي او نور ډېر د ژوند سهولتونه ورته نه دي ورکړل شوي. کډوال وايي د کډوالۍ په کمپونو کې ژوند تنګ کړي او غواړي خپلو سيمو ته ولېږل شي.

دوی وايي هغه سيمې چې له وسله والو پاکې شوي، دوی دې هلته ځای پر ځای کړل شي. د جنوبي وزيرستان دغه خلک چې ډېره موده يې له خپلو کليو او کورونو لرې تېره کړي وايي د ماشومانو په تعليم يې هم ډېرې بدې اغېږې پرېوتې دي.

د جنوبي وزيرستان خلک د دوه زره نهم کال نه د پاکستاني پوځ عملياتو د کډوالئ ژوند سره مخ کړي دي، دوی په دې موده کې د خپلو کليو او بانډو نه لرې د ژوند زياتې سختۍ وګاللې، مګر پاکستاني پوځ چې د کومو وسله والو پر ضد عملياتو کې دوی بې کوره کړل، هغه وسله والې ډلې نن هم په زور کې دي.

خو اوس دغه کډوال وايي نور د کډوالۍ ژوند کولو ته تيار نه دي، ځکه دوی ته د کډوالۍ په کمپونو کې هغه حقونه نه ورکول کېږي، کوم چې پکار دي. د محسودو د قبيلې کډوال غوښتنه کوي چې دوی دې خپلو سیمو ته ولېږل شي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: