یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / قبايل / دجنوبي وزيرستان تازه کډوال شوي وګړي دژوند اسانتياوې غواړي

دجنوبي وزيرستان تازه کډوال شوي وګړي دژوند اسانتياوې غواړي

د روان کال نومبر په اتمه نيټه پاکستاني پوځ د جنوبي وزيرستان شکتوئي بيلټ کې عمليات پيل کړل. د دې پوځي عملياتو له امله د بوبړ، سمل او کړشتي سيمو اولسونه په کډه کولو مجبور شول. داړونده مسوولو سرچينو د شمېرو له مخې کډه کونکو دغه دوه سوه څلور کورنيو کې شپږ سوه څلور ديرش ماشومان او درې سوه شپيته زنانه هم شاملې دي.

د بې کورۍ نه پس د کډوالو د حالاتو په اړه د جنوبي وزيرستان اوسېدونکي ملک سعيد انور وايي:

چونکه محسود قوم کيمپ ته تلل نه غواړي، او د کيمپ خبره په پوره قوم باندې ډيره بده اولګيده، نو بيا مونږ جرګه راوغوښته او د پوليټيکل ايجنټ په وساطت مونږ فوځ نه غوښتنه وکړه چې محسود قوم کيمپ ته تلل نه غواړي، نو هغوی هم په هغه ځای فيصله وکړه چي لس زره روپۍ هر يو خاندان ته به فوځ لخوا د کرايي په مد کې ورکړل کيږي، نو هغه خلک بيا راغلل خپلو خپلوانو ته، مونږ سره چې کوم خوا ته قومونه دي، د وزير قوم، دواړ، د وانا وزيرو، بيټني قوم او د ټانک خلکو او نورو سره يې دغه خبره شريکه کړه.

د اړونده دولتي ځايي مقاماتو لخوا د بې کوره شوو شمېره ۲۰۴ کورنۍ ښودل کېږي، خو ځايي خلک وایي چې د بې کوره شوو خلکو شمېره تر دې ډېره زياته ده.

ځايي خلک وايي اوس ژمی دی او ډېر ساړه دي، د کډوالو سامانونو په کورونو کې پاتې شوي. کډوال وايي که له دوی سره ژر مرستې ونه شي، نو دوی د ورځني ژوند کولو لپاره هېڅ ډول اسانتياوې نه لري.

دا خلک وايي په کلیو او پلرنيو کورنيو کې د معاش وسيله يوازې څاروي وو او هغه د کډوالۍ له امله سخت متاثره شوي دي. دوی وايي ځايي دولتي ادارې دې سترګې وغړوي او دوی ته دې تر هغې د ژوند اسانتياوې چمتو کړي چې تر څو دوی په عزت سره بېرته خپلو کليو ته ستانه شوي نه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: