جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / دجيش محمد ډلې پاکستانی قوماندان هندي کشمير کې وژل شوی

دجيش محمد ډلې پاکستانی قوماندان هندي کشمير کې وژل شوی

په هندي کشمیر کې پولیس وايي، د دغه ایالت مرکز سرېنګر ته ورڅېرمه سیمه کې یې یو بېلتون غوښتونکی وژلی دی. د چارواکو په خبره، وژل شوی وسلوال نور محمد تانتري نومېږي او پاکستان کې د جیش محمد ډلې قومندان و.

د رپوټونو له مخې د نور محمد تانتري د مرګ خبر په خپرېدلو پسې په سلګونو خلک سړکونو ته ووتل او د هند خلاف یې شعارونه پیل کړل.

پولیس وايي، د یوه جاسوس په مرسته خبر شول چې تاتنري له دوو ملګرو سره په پلواما سیمه کې مېشت دی.

پر ۲۰۰۳ کال ډېلي کې د تانتري نیوونکي پولیس ویلي و، جیش محمد دغه سړی ځکه په ډله کې شامل کړی و چې خورا مندری( ټیټ قدی) و.

د ده په خبره، د نوموړي ونه څلور فوټه او دوه اینچې وه، ځکه وسلوال نه معلومېده.

اوس هم چارواکي وايي چې هیچا هم پر نور محمد تاتنري د “ترهګر” شک نه کاوه.

د نوموړي ټیټه ونه او د پښې معیوبیت داسې څه و چې د هغه پېژندل یې ګران کړي و.

نور محمد تانتري څوک و؟

د ۴۷ کلن نور محمد تانتري پرضد دوسیه کې نوموړی د “مرګ سوداګر” بلل شوی دی.

د کوچنۍ ونې له امله جیش محمد ډلې خپل غړی منلی و.

پر ۲۰۰۱ کال د هند پر پارلمان د برید د اصلي پلانر او د جیش محمد د قومندان غازي بابا نږدې ملګری بلل کېږي.

پر ۲۰۰۳ کال په نوي ډېلي کې له یوه بوجۍ پیسو سره ونیول شو.

پر ۲۰۱۱ کال د ټول عمر سزا ورته واورول شوه، خو پر ۲۰۱۵ کال له بند وتښتېد.

د ۲۰۱۷ کال په سپټمبر کې پر یوه ایالتي وزیر د لاسي بم حملې تور پر لګېدلی دی.

د هند امنیتي چارواکي د نور محمد تانتري مرګ د ځان لپاره یو لوی بری بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: