جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دحزب اسلامي مشر وايي په افغانستان کې روانه جګړه ګټونکی نه لري

دحزب اسلامي مشر وايي په افغانستان کې روانه جګړه ګټونکی نه لري

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي که چیرې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي نو حزب اسلامي به تر ټولو ډیر لاسنیوی وکړي، نوموړی په سویل لویدیځ خوست او پکتیا ویلایاتو کې د خپل سفر او له خلکو سره د کتنې پر مهال وویل چې په هيواد کې روانه جګړه ګټونکی نه لري.

ښاغلي حکمتیار زیاته کړه، له طالبانو غواړم چې مخامخ له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کيني که دوي دا کار وکړي حزب اسلامي به يې تر ټولو ډیر لاسنیوی وکړي.

د حزب اسلامي مشر وسله والو طالبانو ته د سولې په بهیر کې د ګډون په خاطر په داسې حال کې بلنه ورکوي چې د طالبانو مشرتابه د سولې اړوند ټولو هڅو سره چمتووالی نه دی ښودلی.

بلخوا د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړ چې سوله ومني کنه وبه ځپل شي.

ښاغلي سټولټنبرګ تېره اونی په بروکسل کې له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل چې ناټو د امریکا پوځ له هغه دریځ څخه ملاتړ کوي چې په وروستیو کې غوره کړی دی.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکا پوځ لوی قوماندان جنرال نیکولسن له دې وړاندې ویلي وو چې د افغانستان وسله ‌وال مخالفین دې یا سوله وکړي او یا دې مرګ ته تیار شي.

په همدې حال کې ښاغلي سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې دغه پیغام د افغان ځواکونو د روزنې د پروګرام د پیاوړي کولو له لارې ښه رسېدای شي.

هغه وویل چې ناټو به په افغانستان کې خپل پوځي حضور لا پیاوړي کړي ترڅو د افغان ځواکونو د روزنې په برخه نور ګامونه پورته کړای شي او وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ته دا پیغام ورسول شي چې دوی د جګړې په ډګر کې نه شی کولاي بریا ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: