د خيبر ايجنسۍ سرحدي سيمه راجګال کې د پولي پورې اړخ نه حملې پر وخت پاکستانيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې. سرچينې وايي بريد د افغانستان سره د پولې هغې غاړی نه وسله والو کړی دی.
دمعلوماتو له مخې په بريد کې دپاکستاني پوځ يو سرتېری وژل شوی او څو نور ژوبل دي. پاکستانيو پوستو باندې بريد هغه مهال شوی چې دوی غوښتل افغانستان سره په پوله نوې بوستې ځای پر ځای کړي.
پاکستاني مطبوعات وايي په ځوابي بريد کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په دې اړه تر اوسه دوسله والو کومې ډلې څه نه دي ويلي.