جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / قبايل / دخيبر پښتونخوا حکومت وايي چترال په دوو برخو ويشل کېږي

دخيبر پښتونخوا حکومت وايي چترال په دوو برخو ويشل کېږي

د خيبر پښتونخوا حکومت اعلان کړی دی چې چترال په دوو برخو سره ويشي. دغه اعلان نن وزیر اعلی پرویز خټک د چترال په اړه يوې غونډې ته د خبرو پر مهال وکړ. په دې غونډه کې يو شمېر نورو سياسي مشرانو هم ګډون کړی و.
پرويز خټک وویل د چترال اولس د خوښې سره سم حکومت دغه سيمه د کوز او بر چترال په نومونو بيلوي. ويل کېږې د دې پرېکړې رسمي بڼه به ډېر ژر وړاندې شي.
وزيراعلی ويلي چې مرکزي چترال به (هيډکواټر بوني) وي. دوی د چترال لپاره د يو شمير پرمختيايي پروژو اعلان هم کړی دی او ويل شوي چې په يوه مياشت کې دننه دننه به د يادې سیمې پرمختيايي کارونو لپاره عملي ګامونه پورته شي.
ياده دې وي چې به دې غونډه کې ځينو سياسي مشرانو د پاکستان په مرکزي حکومت سختې نيوکې وکړې. دوی د پاکستان حکومت د سيمو د پرمختيایي کارونو په اړوند په ناانډولۍ تورن کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: