شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / قبايل / دخيبر پښتونخوا وزير اعلی، پرويز خټک دکوهاټ دوره کړې

دخيبر پښتونخوا وزير اعلی، پرويز خټک دکوهاټ دوره کړې

 

د خيبر پښتونخوا وزير اعلی پرويز خټک کوهاټ کې د دوه اربه روپو په لګښت د مختلفو پرمختيايي پروژو پرانسته کړې ده. وزيراعلی د کوهاټ دورې پر مهال مختلفو ځايونو کې غونډو ته وينا کړې او شکردرې سيمې ته يې د سب تحصيل درجې ورکولو اعلان هم کړی دی.

په دې دوران کې وزير اعلی د سند دريا نه شکر درې ته د اوبو راوستو او اوبو رسولو په پروژې سربېره د ډګري کالجونو قيام او د سول روغتون کيټګري ډي ته اپګريډيشن سکيمونو پرانسته هم وکړه.

په دې وخت  وزير اعلی د صوبايي اسمبلئ يو کم څلويښتمې حلقې له د ګيس ورکولو، کلي وال روغتيايي مرکز جوړولو، کړپه شکردره روډ جوړولو او د ښوونځيو اپګريډيشن او د دوو نورو ښوونځيو جوړولو منظورئ اعلان هم وکړ.

نوموړي سره په دې دوره کې د ګڼو پرمختيايي پروژو په پرانسته کې د قانون صوبايي وزير امتياز شاهد قريشي، د قومي اسمبلئ غړي شهريار خان آفريدي او پخواني ګورنر افتخار حسين شاه او د ګوند يو شمېر نور غړي هم موجود وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: