یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / قبايل / دخیبر پښتونخوا پاکستانيو چارواکو يو خر د قتل په دوسيه کې بندي کړی

دخیبر پښتونخوا پاکستانيو چارواکو يو خر د قتل په دوسيه کې بندي کړی

د پاکستان اوسېدونکي وايي په هيواد کې يې د انسانانو قاتلين چې خپله هم ترهګر انسانان دي ښکاره ګرځي، خو يو خر چې په خاوند يې د قتل تور لګول شوی، د پاکستانيو چارواکو لخوا د قتل په دوسيه کې بندي شوی دی.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا اړوند پیښور سره نږدې د شبقدر ډیرۍ سیمه کې دپاکستانيو چارواکو لخوا يو خر د قتل په دوسیه کې بندي شوی.

دغه خر هغه مهال ونیول شو چې د تیرې میاشتې په ۲۹ تاریخ باندې په دغه سیمه کېپه ياد خره پسې تړلې رېړې له يوې رکشا سره ټکر وکړ. په دې پېښه کې يوه ښځه وژل شوې او د خره خاوند د پېښې نه وروسته له سیمې تښتیدلی دی.

پولیس وایي د خره د مالک په خلاف یې رپوټ ثپت کړی او د هغه پلټنه روانه ده، خو خر به تر هغو بندي وي تر څو د خر مالک ونیول شي.

د یادې تاڼې مسئولینو همدارنګه ویلي چې خر یې د عدالت لپاره د ګواه په توګه ساتلی تر څو عدالت کې ومنل شي چې د خره مالک په دغه مقدمه کې دخیل دی.

د اسلامي شریعت له نظره حیواناتو باندې کوم جرم نشي راتلی، خو اوس پاکستانيو پوليسو د زرګونو انسانانو د قاتلينو پر ځای چې د پاکستان په خاوره کې ښکاره ګرځي، د بې زبانه خرو په نيولو او بندي کولو شروع کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *