پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / دداعش مرکزونه له ننګرهاره کونړ ـ نورستان ته لېږدول کېږي

دداعش مرکزونه له ننګرهاره کونړ ـ نورستان ته لېږدول کېږي

ځايي خلک وايي د ننګرهار له غرنيو سيمو نه د کامې پر لار ځينې مهم داعش جنګيالي په کرايي ډول کونړ ته لېږدول کېږي. دوی وايي داعش ډلې وسله وال کرايی ګرو ته ډېرې پيسې ورکوي.

باوري سرچینو رسنیو ته ویلي، په کونړ کې ددې ډلې د تقویې لپاره په وسلو بار لارۍ هم نیول شوې دي، خو د جګپوړو چارواکو په سپارښتنه خوشې شوې دي.

په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والې ډلې د مراکزو له افشا کېدو وروسته اوس دا ډله هڅه کوي، چې خپل مرکزونه د کونړ او نورستان غرنیو سیمو ته، چې له بدخشان او یو شمېر نورو شمالي ولایتونو سره ګډې پولې لري، انتقال کړي. تازه داسې شواهد لیدل شوي چې کونړ ولایت ته د داعش ډلې د منظم انتقال او د ځمکې له لارې د تجهیز لړۍ هم پيل شوې ده.

په ولسي جرګه کې د کونړ استازي او د نورستان قومي مشران وایي چې ددغه ولایت په غرنیو او لرې پرتو سیمو کې داعش ډلې له وړاندې مرکزونه جوړ کړي او اوس یې جګړه ییز فعالیتونه هم پیل کړي دي.

د ولسي جرګې غړي وایې که حکومت د داعش ډلې مخه ونه نیسي له ننګرهار وروسته به دغه ولایتونه د داعش په لويو مرکزونو بدل شي او دې ته په پام، چې په دې سیمه کې وهابیت ته متمایل خلک ډېر دي، ښایې ډير خلک هم خپلو لیکو ته جلب کړای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *