دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / درسنيو بې بنسټه خبرونه د قبايلي سيمو امن ګواښي

درسنيو بې بنسټه خبرونه د قبايلي سيمو امن ګواښي

د جنوبي وزيرستان قومي مشرانو هغه رپورټونه دروغ بللي دي چي ګنې ددوی سيمې ته بيرته  طالب وسلوال راغلي. تيره ورځ وانا کې يو خبري غونډې پر وخت ملک رحمت الله، ملک سلطان وزير او نورو قبايلی مشرانو وويل چي وانا کې دوسله والو لخوا هيڅ ډول شپې پاڼې نه دي ويشل شوي.

 

دوی وايي رسنۍ دې نېږدې نه خبرونه واخلي او د لرې نه په بې بنسټه خبرونو دې د دوی سيمې ناامنه نه ښودل کېږي.

دوی وايي ځينې شرخوښي خلک د دوی د سيمو امن خرابول غواړي، خو زياتوي اولس به دوی ته اجازه ورنه کړي چې په خپلو کارونو کې بريالي شي.

دوی وايي د امن راوړو لپاره مونږ ډيرې قربانئ ورکړي او کال دوه زره اووه کې امن معاهده شوې وه د کومې دسيوري لاندي چي يوسل شل کسيزه کميټي جوړه شوې وه.

د حالاتو په دې دوران کې د يادې کميټۍ ۴۰ رضاکاره کسان وژل شوي وو، خو د دې دومره قربانيو سربېره رسنۍ بې بنسټه خبرونه خپروي. دوی وايي په سیمو کې يې دولتي ادارې فعاله دي او د وسله والو د بيا راګرځېدلو وېره نه احساس کېږي.

د دې غونډې موخه دا وه چې ولې په رسنيو کې د بې بنسټه خبرونو په خپرېدلو سره د خلکو په منځ کې وېره خپرېږي.

د يادولو ده چې څو ورځې وړاندې خبرونو وويل، په قبایلي سيمو کې نودندروه ډلو داسې شپې پاڼې ويشلي چې د موسيقۍ به شمول پکې ژوند سره په تړلو نورو چارو بنديز لګول شوی دی.

اوس دقبايلو مشران وايي دا د رسنيو بې خبري ده او په لوی لاس غواړي د حقيقت په لرې خبرونو د قبايلو امن خراب کړي. دوی وويل، هېڅ کومې وسله والې ډلې شپې پاڼې نه دي ويشلي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: