یکشنبه , سپتمبر 20 2020
کور / خبرونه / دروسيې چارواکي وايي دترهګرۍ ستونزه په زور نه هوارېږي

دروسيې چارواکي وايي دترهګرۍ ستونزه په زور نه هوارېږي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د افغانستان قضیې په هکله او د روان تاوتریخوالو د پای په خاطر د سیاسي حل لارې موندنې لپاره له پاکستان او طالبانو سره د روسیې ملاتړ څرګنده کړه.

نوموړی تیره ورځ په هند کې په یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې د افغانستان په قضیه کې د ټولو ښکیلو خواوو ونډې، د طالبانو او د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون باید په پام کې ونیول شي او ټینګار یې وکړ چې پرته له دې د افغانستان ستونزې حل به ناشونې وي.

ښاغلي لاوروف ظاهراً د پاکستان د مهم رول په اړه اشاره کوله او د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژي په هکله د اسلام اباد له دریځ څخه ملاتړ وکړ.

هغه زیاته کړه، چې بهرنیان نشي کولای د زور له لارې د روان تاوتریخوالو لپاره د حل لاره پیدا کړي.

له دې وړاندې پاکستاني چارواکو هم د امریکا نوې ستراتيژي په اړه خپل مخالفت ښودلې وه.

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالي د نشه یي توکو له تولید او قاچاق سره هم مستقیم تړاو لري او پر لویدیځ هېوادونو يې نیوکه وکړه چې په تېرو ۱۵ کلونو کې د تاوتریخوالو او د مخدره موادو د تولید او قاچاق په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا نوې ستراتیژي تر اعلان وروسته په افغانستان کې میشت امریکایي او افغان ځواکونو د طالبانو د مخدره موادو فابریکې او د مرکزونو د لمنځه وړلو په موخه عملیات ګړندی کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: