پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / افغانستان / درې اړخيزه غونډه: دافغانستان او پاکستان ديني عالمانو ترمنځ ليدنې کتنې

درې اړخيزه غونډه: دافغانستان او پاکستان ديني عالمانو ترمنځ ليدنې کتنې

د چین پلازمېنه بیجېنګ پرون د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه و. د کابل – اسلام اباد تر منځ د باور فضا رامنځته کېدل او د درې واړو هېوادونو تر منځ په امنیتي او اقتصادي برخو کې د همکاریو پياوړتيا د غونډې د بحث محوري ټکي وو.

د دې درې اړخیزې ناستې پایلې د بهرنیو چارو د وزیرانو له خوا په یوه خبري کنفرانس کې چې د چین پر دولتي ټلوېزیون په ژوندۍ بڼه خپرېده، له خبریالانو سره شریکې شوې.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وویل، افغانستان، پاکستان او چين په دې نظر دي چې د ترهګرۍ پر ضد ګډې مبارزې او په دې برخه کې سلا مشورو ته به دوام ورکوي.

وانګ يي وویل: «مونږ پر طالبانو غږ کوو چې د سولې له بهیر سره یوځای شي»

د هغه په خبره، پاکستان هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو ملاتړ کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې، چې انګلیسي ژبې ته ژباړل کېدې دا هم وویل، چې افغانستان او پاکستان ورسره د شرقي ترکستان د اسلامي ډلې پر ضد په اغېزناکو اقداماتو هوکړه کړې ده.

د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو تر منځ د راشې درشې پېلېدل، بله موضوع ده چې د وانګ يي په خبره په پرونۍ درې اړخيزه ناسته کې پرې هوکړه شوې ده.

د چين د بهرنيو چارو وزير ژمنه وکړه، چې هېواد به يې د پاکستان – چين د اقتصادي دهلېز په پروژه کې د افغانستان د ور ګډولو پر مسئلې هم غور وکړي.

د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو پر دې هم هوکړه کړې چې د کابل پروسې د کنفرانس په دويمه غونډه کې به، چې په راتلونکې فبروري مياشت کې په کابل کې کيږي هم فعاله ونډه واخلي.

خبري کنفرانس ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په خپله وینا کې د شرقي ترکستان د اسلامي ډلې پر ضد د اقداماتو ډاډ ورکړ.

د بهرنیو چارو وزیر له ټولو هغو هېوادونو چې پر طالبانو نفوذ لري وغوښتل چې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د تاوتریخوالي په مخنیوي او د سولې له بهیر سره د دې ډلې په يو ځای کولو کې مرسته وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر افغان حکومت ته د هغه وړاندیز په اړه خبرې وکړې، چې له مخې یې اسلام اباد غواړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاريو د پراختيا لپاره کاري ګروپونه جوړ کړي.

هغه وویل په درې اړخيزه ناسته کې يې له افغانستان سره د کرښې د مدیریت، افغان کډوالو، استخباراتي معلوماتو د تبادلې او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې کړي دي.

د افغانستان، پاکستان او چین د درې اړخیزو ناستو پر میکانیزم د روان کال په جون میاشت کې کابل ته د چین د بهرنیو چارو وزیر د سفر پر مهال هوکړه شوې وه، چې پرون د دې غونډو لومړۍ ناسته وشوه.

دا د دغو دریو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه د غونډو لومړۍ ناسته وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغو درې اړخیزو غونډو دویمه ناسته به د را روان ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې په کابل کې جوړه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: