جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / درې اړخيزه غونډې له ترهګرۍ سره مبارزه کې په رښتینولئ ټينګار کړی

درې اړخيزه غونډې له ترهګرۍ سره مبارزه کې په رښتینولئ ټينګار کړی

چین، افغانستان او پاکستان له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې هوکړه کړې ده. د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د یادو درېواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو په چین کې سره لیدلي دي او له ترهګرۍ سره پر ګډه مبارزه يې ټینګار کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال تسنیم اسلم او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي وروسته د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره کتلي دي. د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې افغانستان او پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره تر ټولو مهم هېوادونه دي او دوی له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې لومړۍ کرښه کې دي. د هغه په وینا په سیمه کې باید له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې رښتینولي رامنځ ته شي او افغانستان، چین او پاکستان باید له دغه پدېدې سره ګډه مبارزه وکړي. چینايي اړخ همدا راز ویلي چې یاد درېواړه هېوادونه به ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې تجربې او امکانات به شریکوي. د چین د بهرنیو چارو وزیر په سیمه کې د ثبات او سولې پر راوستو ټینګار کړی دی او دلته یې روانې جګړې او ترهګري د ټولو په زیان بللې ده. هغه ویلي چې د درېواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ به دغه ډول غونډې دوام ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *