سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / قبايل / دزرينې دافغان خاوند او پاکستاني پلار د کور ترمنځ يو غر ولاړ دی

دزرينې دافغان خاوند او پاکستاني پلار د کور ترمنځ يو غر ولاړ دی

د افغانستان د بدخشان ولايت واخان ولسوالۍ کې د زرینې بیګم د کور او د پاکستان ګیلګیت کې د هغې د پلار د کور ترمنځ یوازې یو غر ولاړ دی. هغه غر چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نامنلې پوله ده. خو له سیاسي پلوه، د دواړو هېوادونو د اړیکو ترمنځ غرونه بې اندازې لوړ او بې شمېره ډېر دي. واخان کې له پاکستانیو نجونو سره واده کول له څو کلونو راهیسې دود شوي.

د پولې دواړو غاړو ته پراته خلک د دواړو هېوادونو له سیاسي لانجونو لیرې یو او بل ته نجونې ورکوي او په خپلو کې ودونه سره کوي. واخان ولسوالي لږترلږه لس داسې پاکستانۍ ناوې لري، چې تر ډېره د پاکستان د ګیلګیت اوسېدونکې دي. ګیلګیت د افغانستان بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ په سوېل کې پروت دی.

اشکاشم ته له واخانه د ستنېدو په اوږدو کې ارګند سیمه کې له هم داسې یوه کورنۍ شته چې دوه پاکستانۍ ناوې لري. دلته اتیا کلنه بي بي ناز له خپل زوی او کوچنۍ ناوې سره یوځای اوسېږي. د کورنۍ ناوې زرینه بیګم په داسې حال کې پر اوبدلو بوخته وه، چې په غېږ کې یې دوه کلن ماشوم اچولی و.

ددغې جوړې اړیکي درې کاله وړاندې پیل شوې. هغه وخت چې دولت نظر له نژدې خپلوانو سره له واده کولو نهیلی شو، د ورېندارې وړاندیز یې ومانه او د ګاونډي له لور سره یې واده وکړ.د مشر ورور مېرمن یې پروین د پاکستان ده. هغه ویل که غواړې له پاکستانه مېرمن درته پیدا کړم چې په لږو پیسو واده ورسره وکړې. ما هم ومنله. واخان کې د واده لګښت ډېر زیات دی. ډېر کله چې د نجلۍ غوښتلو لپاره تللي یو، موږ ته یې ډېر ګران شرطونه وړاندې کړي او ما ونه شوی کړای د خپلو خلکو منځ کې واده وکړم”.

د دولت د مېرمنې زرینې بیګم لپاره له یوه افغان سره واده کول اسانه پرېکړه نه وه. دواړو له واده وړاندې له یو بل سره هېڅ نه وو لیدلي.

“پروین پاکستان کې زموږ د کورنۍ له اشنایانو څخه وه. هغه یوه ورځ راغله او له ما نه یې د هغه له لېوره سره د واده غوښتنه وکړه. پروین افغانستان کې له ژوند راضي وه او ما هم په همدې خاطر ومنله او دلته راغلو”.

که څه هم پروین په لومړیو کې زرینې بیګم ته ویلي وو، د مېړه کورنۍ یې ځمکې لري او بډایه ده، خو له واده کولو وروسته په ډاګه شوه چې داسې نه ده. له دې سره سره هم له ژونده راضي ده.

د واده لپاره يې پاکستان کې لنډه غونډه وشوه او د ژوند لپاره افغانستان ته راغلل. پروین ددغې کورنۍ مشره ناوې ده، چې اوس د واخان ارګند کلي د پراختیايي شورا مشره ده او د سیمې خلکو ته خدمت کوي.

دا وايي: “دلته مې ژوند خوشحاله دی، اوس مې ټول خلک پېژني او د خپلې کورنۍ د یوه غړي په توګه چلند راسره کوي. زه چې کله د زرینې د غوښتلو لپاره ولاړم، ډاډه وم چې هغه به دلته له خلکو سره د نااشنایۍ احساس ونه کړي”.

دولت نظر چې کله واده وکړ، ځان ته یې ایله یوه خونه هم نه لرله. خو اوس په هغه خونه کې له خپلې مېرمنې او ماشوم سره یوځای اوسېږي چې له واده وروسته یې پیل کړه.

شبنم د دوی د ګډ ژوند دوه کلنه لور ده.

د بدخشان واخان ولسوالۍ کې د زرینې بیګم د کور او د پاکستان ګیلګیت کې د هغې د پلار د کور ترمنځ یوازې یو غر پروت دی. هغه غر چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نامنلې پوله ده. خو له سیاسي پلوه، د دواړو هېوادونو د اړیکو ترمنځ بې اندازې لوړ او بې شمېره زيات غرونه ولاړ دي.

دا يوازې د بدخشان يوه لرې پرته ولسوالي نه ده چې خلک يې پاکستانيو وګړو سره د خپلوۍ رشتې لري، د افغانستان به ننګرهار، کونړ او ځینو نورو ولايتونو کې هم زياتو افغان وګړو دهجرت پر مهال له پاکستانيو نجونو سره ودونه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: