سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / دسعودي باچا، سلمان په ژوند له تخته نه ښکته کېږي

دسعودي باچا، سلمان په ژوند له تخته نه ښکته کېږي

سعودي عرب اړونده سرچينو هغه راپورونه رد کړي دي چې ګنې باچا سلمان بن عبدالعزیز السعود د خپل ولي عهد محمد بن سلمان لپاره په خپل ژوند د تخت نه کوزيږي.

د سعودي عرب يو لوړ پوړي چارواکي چې نوم يې نه دی څرګند کړی بلوم برګ خبري ادارې سره په خبرو کې ویلي، “د دې خبرې هیڅ احتمال يا امکان نشته چې هغه تخت پرېږدي”.

هغه وويل چې په عامه توګه که د سعودي عرب باچا ناروغه هم وي خو تر مرګه پورې خپله دنده ترسره کوي.

د سعودي عرب په تاريخ کې يواځې يو باچا داسې و چې هغه په خپل ژوندانه واک پرېيښی و.

شاه سعود بن عبدالعزيز په ۱۹۶۰م کې د خپلې کورنۍ په فشار د خپل ورور شهزاده فېصل لپاره د تخت نه کوز شوی و.

د باچا سلمان د واک پرېښودو خبرونه تېره اوونۍ هغه وخت خپاره شول چې کله د ايران رسنيو خبر ورکړ، چې ولي عهد به ډېر زر په تخت کېني او  باچا سلمان به په دغه اړوند په دوه شپو کې دننه دا پرېکړه وکړي.

د سعودي عرب خبري ادارې ویلي د ۸۱ کلن شاه سلمان بدن او مازغه روغ رمټ دي او د هغه لخوا د تخت پرېښودو هيڅ احتمال نه ليدل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: