چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دسمڅې لويدو په پېښه کې دري کوچيان او ۱۵۰ پسونه مړه شوي

دسمڅې لويدو په پېښه کې دري کوچيان او ۱۵۰ پسونه مړه شوي

د افغانستان په ننګرهار ولايت کې د باران له امله يوه سمڅه لوېدلې چې په کې درې کوچي ځوانان او د هغوى ١٥٠ پسونه مړه شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لړم په ٢٥مه وويل چې دا پېښه تېره شپه د دغه ولايت د اچين ولسوالۍ د ده سړک سيمې په پيره خېلو کې رامنځ ته شوې ده.

ځايي خلک وايي سره له دې چې کوچيان له کېږديو کار اخلي، خو په ځينو سیمو کې داسې کمرونه شته چې په قدرتي ډول پکې کوټو په اندازه لويې او وړې سمڅې جوړې شوي دي.

دمعلوماتو له مخې په ډېرو کليوالو سيمو کې د کوچيانو نه غير ځايي خلک هم له دغو سمڅو کار اخلي. يو مهال همدا سمڅې د شوروي ځواکونو د هوايي او ځمکني ايرغل په کلونو کې د ولسي خلکو لپاره خوندي ځايونه وو.

د تاريخي شواهدو په حواله  ډېر کلونه وړاندې همدا غريزې سمڅې او په کمرونو کې په قدرتي توګه جوړې کوټې د انسانانو د اوسېدو او سرپټولو لومړني ځايونه وو.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: