پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / دشمالي وزيرستان بمي چاودنه کې ککړ څلور کسان نيول شوي

دشمالي وزيرستان بمي چاودنه کې ککړ څلور کسان نيول شوي

ځايي چارواکو د نومونو نه ښودلو په شرط یلي چې د شمالي وزیرستان میرعلي خدي په مقام بمي چاودنه کې ککړ څلور کسان یې نیولي دي. په دې چاودنه کې  شپږ کسان مړه او د درې عسکرو په ګډون لس کسان ژوبل شوي وو.
چارواکو زیاته کړې د پلټنې پر مهال څلور واړو کسانو د جرم منلو اعتراف کړی دی او څلور واړه ځايي اوسېدونکي دي چې د دوی نه جوړه کړل شوې اډیو او وېډیو یې د سیمې مشرانو ته هم ښودلې ده.
دوی دا هم ويلي دي چې سیمه کې د امن ټینګ ساتلو لپاره ټولو ادارو شپه ورځ یوه کړې ده او چاته به هم د شر او ترهه ګرئ کولو اجازه او وخت ور نه کړي.

چارواکو دا هم ويلي چې په سوشل میډیا چې د شمالي وزیرستان په حواله کومې غلطې پروپیکنډې روانې دي، دغه ټولې بې بنیاده دي او هیڅ صداقت نه لري او د دولتی ادارو لخوا عوامو ته هر ډول ملاتړ حاصل دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *