یکشنبه , سپتمبر 20 2020
کور / خبرونه / قبايل / دشمالي وزيرستان نجونې د ښوونځيو له نشتوالي ځورېږي

دشمالي وزيرستان نجونې د ښوونځيو له نشتوالي ځورېږي

د شمالي وزيرستان تحصيل ګړيوم اولس غوښتنه کوي چې د جينکو لپاره دې ورته دولتي ښوونځي جوړ شي. ځايي خلک وايي د شمالي وزيرستان په ځينو سيمو کې د جينکو لباره يو ښوونځی هم نشته، چې له امله نجونې بې تعليمه پاتې دي.

ځایي خلک وايي ډېر شمېر د ښوونځي د عمر نجونې د ښوونځيو د نشتوالي له امله د کور په کارونو او ګډو پیزو څرولو بوختې دي. خلک اندېښمن دي، چې په زيات شمېر کې نجونې د تعليم نه لرې پاتې دي او څوک يې غم نه کوي.

په هغو سيمو کې چې اوس پکې د نجونو د ښوونځيو غوښتنه کېږي، خلک يې له وړاندې هم د تعليم د کموالي به وجه ګڼو ستونزو سره مخ دي او يادې سیمې تر ډېره وروسته پاتې سيمې ګڼل کېږي.

د ګړيوم اوسېدونکی ګل اعظم وايي تعليم نن سبا د هر انسان بنيادي حق او ضرورت دی نو ځکه د رياست ذمي واري جوړېږي چې د دوی جينکو لپاره هم ځای په ځای ښوونځي جوړ کړي او په دې سره دغه سيمه د ناپوهۍ له تيارو وساتي.

نوموړي وويل: “د يو منځني ښوونځي نه غير چي هغه هم د هلکانو لپاره دی، په ټوله سيمه کې د نجونو يو ښوونځي هم نه دی پرانيستل شوی”  

دغه خلک داهم وايي چې شمالي وزيرستان کې دا وخت لږ تر لږه نهه نيم سوه تعليمي ادارې موجودې دي، ولې اکثر په ناامنه ځايونو کې جوړې کړی شوي دي. دوی وايي شته ښوونځي خپلې ودانۍ نه لري او په هغو ودانيو کې فعال دي چې د خلکو لخوا د حجرو په بڼه هم کارول کېږي.

د دولتي مقاماتو په وينا راتلوونکي کال ته به هغو سيمو ته د ښوونځيو د جوړولو چاره رسوي، چې تر اوسه پکې ښوونځي نه دي جوړ شوي.

قبايل وايي تر اوسه په دوی تور و چې نجونو ته دتعليم حق نه ورکوي، خو اوس چې ځايي خلک د نوجونو او هلکانو د تعليم په ګټو پوهېدلي، نو اړونده دولتي ادارې ورته پاملرنه نه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: