دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / قبايل / دشمالي وزيرستان همزوني کې نن هم په ګرځېدو بنديز دی

دشمالي وزيرستان همزوني کې نن هم په ګرځېدو بنديز دی

د شمالي وزيرستان همزوني سيمه کې نن په دويمه ورځ هم په ګرځېدو پابندي ده . له دې امله په کلیو او کورونو کې د خوراکي توکو له کمي سره خلک مخ شوي دي.

د سرکاري سرچينو له مخې همزوني سيمه کې تيره ورځ پاکستانيو ځواکونو باندې نامعلومه وسله والو حمله کړې وه، چې پکې د پوځ څلورو اهلکارو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د همدې پېښې له امله پوځ او ځایي دولتي ادارو لخوا د پېښې په سيمه کې په ګرځېدو بنديز لګېدلی، چې نن په دويمه ورځ هم پر ځای دی. ځايي خلک وايي پوځ او اړونده دولتي ادارې له امنيتي پېښو وړاندې تدابير نه لري، خو کله چې امنيتي پېښې رامنځ ته شي، بيا ځايي خلک د وسله والو په ټس کې زيانمېږي.

د خلکو په وينا په دې سوړ ژمي کې په کورونو د دوی بندول زياتې ستونزې راپيدا کوي. دوی وايي سربېره پر دې چې د کار او روزګار نه پاتې شوي دي، په کورونو د ماشومانو او عمر خوړلو کسانو د ناروغيو د درمنلې غم هم په وخت نه شي کولای.

دوی د حکومت نه غوښتنه کړې ده چې دغلته په ګرځيدو لګېدلی بنديز ژر تر ژره لرې کړي، تر څو ورپېښې ستونزې يې هوارې شي.

يو تن ځايي اوسېدونکي نورالرحمن وويل:

(مونږ ته د دې بنديز له وجې ډير تکليف دے او لارې ټولې بندې دي چرته مو پريږدي نه، ماشومان سکولونو ته نه شي تلی، زمونږ ټول کلی حکومت نه غوښتنه کوي چي دغه بنديز دې زر تر زره لرې کړي ځکه چي ډيرو ستونزو سره مخامخ يو)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: