سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دطالبانو مشر هلمند ته رسېدلی و

دطالبانو مشر هلمند ته رسېدلی و

وسله والو طالبانو د هلمند ولایت موسی کلا ولسوالۍ ته د خپل مشر سفر تایید کړ، ویې ویل چې د دوی مشر په بېلابېلو ولایتونو کې پر خپلو ټولو «مجاهدینو» باندې ګرځي.

طالبانو دا خبره وروسته له دې وکړه چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وویل چې د طالبانو مشر ملا هیبة الله ۱۱ ورځې وړاندې د بلوچستان د ګردي ځنګل له لارې د هلمند بهرامچې او له هغه ځایه موسی کلا ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې دوې ورځې تېرې کړې.

قوماندان عبدالرازق همداراز ویلي چې له ملا هبة الله سره په دې سفر کې د کوټې شورا یو شمېر مهم غړي لکه د استخباراتو مشر ملا شیرین، د مالي کمېسیون مشر ملا ګل اغا، د نظامي کمېسیون مشر صدر ابراهیم او د اکمالاتو مسوول نعیم بړېڅی ملګري ول.

د کندهار امنیه قوماندان ویلي چې د طالبانو مشر په موسی کلا کې د ۱۵ ولایتونو له پوځي مسوولانو سره په کتنه کې هغوی ته امر وکړ چې د هوايي بریدونو د ډېرېدو په وړاندې جنګي تاکتیکونه بدل کړي او د داعش له وسله والې سختدریځې ډلې سره نور ونه جنګېږي، ځکه چې د دواړو ډلو هدفونه یوشان دي.

رازق همداراز ویلي چې د طالبانو مشر په موسی کلا کې د دوو ورځو له تېرولو وروسته بېرته د پاکستان بلوچستان ته ستون شوی دی.

د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي هلمند ته د طالبانو د مشر سفر تاییدوي خو دا خبره ردوي چې د دوی مشر د داعش پر ضد د نه جنګېدو سپارښتنه کړې ده.

ملا هبة الله د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته د طالبانو مشر شو. نوموړي تر مشرۍ مخکې د بلوچستان ایالت په یوه جومات کې تدریس او ملاامامي کوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: