پنجشنبه , مې 6 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / دعمان په څلوراړخیزه غونډه کې طالبانو ته اړتيا ليدل کېږي

دعمان په څلوراړخیزه غونډه کې طالبانو ته اړتيا ليدل کېږي

تمه ده چي  دعمان څلوراړخیزه غونډه کې به طالبانوته بلنه ورکړل شي، ترڅو دسولې بهیر په رښتنې ډول ګړندی او دوسله والو طالبانو سره مخ په مخ خبرو ته لاره هواره شي.

په همدې اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نائب وزیرې میرمن تهمینه )جنجوعه (د شانګهای په سازمان کې د افغانستان د تماس ډلې ته ویلي چې په دې غونډه کې دوسله والو طالبانو ګډون ته اړتیالیدل کیږي.

یاده غونډه تیره ورځ دروسيې په پلازمېنه مسکو کې پیل شوه چي په کې دهغه ځای د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ایګور مارګولوف، د افغانستان، قزاقستان، چین، ازبکستان، تاجکستان ، هند او ترکمنستان د بهرنیو چارو مرستال وزیرانو برخه اخیستې وه.

دغونډې مشرې دروسيي دبهرنیوچارو مرستیال وزیرایګور مارګولوف کوله، دموضوع ډیر اهم ټکي دافغانستان روان حالت په اړه وو، چي په دې ترځ کې د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې په سیمه کې د ترهګرو د مخنیوي په موخه د افغانستان د سولې خبرې ډېرې اړینې دي.

پاکستان اوس دپخوا په پرتله ډیر دې ته لیوال دی چې په افغانستان کې دسولې په اړه خبرې پیل شي اودوی ورسره مرسته وکړي دوی به په عمان کې هم دسولې څلور اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي، چې افغانستان چین ،پاکستان او امريکا يې برخوال دي.

يوه تبصره

  1. order stromectol – ivermectin india stromectol usa

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *