شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / قبايل / دقبايلو مشران وايي، قبايل په قصدي توګه بې تعليمه ساتل کېږي

دقبايلو مشران وايي، قبايل په قصدي توګه بې تعليمه ساتل کېږي

دقبايلو د حقونو غږ پورته کوونکي وايي ځايي حکومت سره د نورو پرختيايي کارونو لپاره وس شته، خو د قبايلي اولس د تعليم او ښه راتلوونکي لپاره ورسره هېڅ په وس کې نشته. دوی وايي دا د وس لرلو او نه لرلو خبره نه ده بلکې په قصدي توګه داسې حالات رامنځ ته کول دي چې له امله يې قبايلي اولسونه بې تعليمه پاتې شي.

د قبايلو پارليماني مشر هدايت الله ويلې دي چې وفاقي حکومت سره د ميټرو بسونو او ټرينونو لپاره خو سوونو زره روپۍ شته ولې قبايلي سيمو کې نهه نيم زره خالي څوکو باندې د ملازمينو لګولو لپاره پيسې نه لري.

نوموړي وويل، قبايلي اولس د قصد نه بې تعليمه ساتل کيږي. د نوموړي په وينا د ترهګرۍ مقابله قبايلي اولس کوي او د دې جګړې ټول زيان قبايلو ته اوړي، خو د پرمختيايي کارونو برخه ټوله پنجاب ته ورکول کېږي. هغه وايي قبايلو کې ښوونځي او روغتيايي ادارې شته، مګر حکومت پکې کارکوونکي او ښوونکي نه مقرروي او په دې ترتيب سره د مودو راهېسې په قبايلو کې د تعلیمي او روغتيايي ادارو کارونه بې اغېزې شوي دي.

 نوموړی وايي غوښتنه يې دا ده چې په تعليمي او روغتيايي ادارو کې تش بستونه د وړ اشخاصو په نیولو ډک شي او قبايلو ته په دې دواړو اړینو برخو کې د ښه خدمتونو امکانات برابر شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: